د افغانستان کرکټ بورډ د دغې ادارې د درېیو غړو دندې وځنډولې
د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه پلاوي غړو د شنبې په ورځ د کرکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې تصمیم ونیو چې د کرکټ بورډ د اجرائیه ریاست د سرپرست، د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل او د کرکټ د ټیم د مدیر دندې وځنډوي.