د تکواندو په نړیواله درجه بندۍ کې ځینو افغان لوبغاړو پرمختګ کړی
د تکواندو په نړیواله درجه بندۍ کې يو شمېر افغان لوبغاړو پرمختګ کړی دی.
د تکواندو نړیوال ویبسایټ (ورلډ ټي. کې. ډي) د بېلابېلو هېوادونو د تکواندو د نږدې دوه زره لوبغاړو نوې درجه بندۍ اعلان کړي چې څو افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
افغان لوبغاړی رامش حسیني په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې ۸۱م، احمد بخشي په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې ۹۳م، حسین لطیفي په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې ۲۰۴م، نثار احمد عبدالرحیمزي په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې ۲۳۶ او احمد سیر خالقي بیا په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې ۲۳۶ مقامونه خپل کړي دي.
د تکواندو په نوې نړیواله درجه بندۍ کې په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې کوریايي لوبغاړي دای هون لي لومړی مقام ګټلی، خو په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې بیا روسي لوبغاړي میکسم کرماتوف لومړی مقام لري او په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې تای هون کیم په لومړي مقام کې دی.