خلیلزاد په چین کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي
زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو تر اووم پړاو وروسته چین ته ولاړ.
دغه خبرې چې په دوحه کې د بینالافغاني غونډې له کبله د دوو ورځو لپاره وځنډیدې، پرون سهار د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د لنډې مودې لپاره وشوې.
زلمي خلیلزاد چین ته د تلو پر مهال پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تردې وروسته به واشنګټن ته ولاړ شي، څو له طالبانو سره د خبرو جزئیات له امریکایي چارواکو سره شریک کړي.
بلخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین تېرماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې امریکایي پلاوی او د طالبانو استازي له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړې، د سولې په اووم پړاو خبرو کې وقفه راغله.
د نوموړي په خبره دا خبرې به ژر بېرته پیل شي.