چارواکي: د ميدان وردګ په عملياتو کې ١٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، دغه عمليات د شپې پر مهال په جغتو ولسوالۍ کې شوي دي.
د والي وياند محب الله شريفزي نن ازادي راډيو ته وويل، وژل شوي وسله وال د طالبانو د سرې قطعې غړي وو.
ده وویل: په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ١٠٠ جنګيالي وژل شوي دي، دوى په ځينو مهمو جګړو کې برخه اخيستله او تر څنګ يې درې وسله وال له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي او بیول شوي دي.
خو دغه ارقام د کومې خپلواکې سرچينې له خوا نه دي تأييد شوي.
د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک بيا وايي، په دغو عملياتو کې ١٤ ملکيان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په جغتو ولسوالۍ کې د شويو پوځي عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.