د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی
نوموړي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبرې کولې وویل، د ولسمشر ټرمپ یو اړخېز بندیزونه، دده په وینا نا مشروع سیاسي اهدافو ته دې رسېدو لپاره تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرځوي.
جواد ظریف په دې اړه د بلومبرګ ټلویزون سره خبرې کړې دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له ایران سره د شپږو پیاوړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له لاسلیک شوي اټمي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او پر ایران بیرته بندیزونه ولګول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپلو پرونیو څرګندونو کې زیاته کړه، په نیویارک کې د ایراني ډیپلوماټانو او د هغوی د کورنیو پر ګرځېدو راګرځېدو د محدودیتونو لګول غیرې بشري عمل دی.
د رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له خولې ویلي، پهدې برخه کې د امریکا اقدامات د ملګرو ملتونو سره د دې هېواد د ۱۹۴۷ میلادي کال د توافق سره برابر دی.
په نیویارک کې ایراني ډیپلوماټان کولی شي، یوازې د جان ایف کینډي هوايي ډګر، په ملګرو ملتونو کې د ایران د نماینده ګۍ دفتر، د ملګرو ملتونو ودانۍ او په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی استوګنځي ته تګ راتګ وکړي.