د هلمند په مارجې کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسين خان وايي، امنیتي ځواکونه له نن سهار څخه د هوايي قواوو په مرسته د دغو عملياتو پړاوونه پر مخ وړي.
ده وویل چې په تېرو څو ورځو کې په نهر سراج، موسی قلعه، کجکي، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ د دولت وسلهوال مخالفان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ويلي.
د هلمند ناارامه مارجه ولسوالۍ د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.