د سوېډن کمېټه: د میدان وردګ کلینیکونه به سبا شنبه بېرته پرانیستل شي
دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې په میدان وردګ ولایت کې خپل ۴۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.
د سویډن د کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د میدان وردګ یو شمېر قومي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي دي.
ده زیاته کړه: له ولسوالیو مشران راغلي وو چې وروسته طالبانو ته ورغلل، له هغوی سره یې خبرې وکړې، خوشبیني شته چې د شنبې په ورځ به کلنیکونه بېرته پرانیستل شي.
د طالبانو له لوري د سویدڼ کمېټې د روغتیايي مرکزونو د بندېدو له کبله د میدان وردګ ولایت شااوخوا ۶ زره اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې شوي دي.
طالبانو وروسته له دې په میدان وردګ کې د سویډن د کمېټې په مرسته چلېدونکي روغتیايي مرکزونه بند کړل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د طالبانو د تعقیب په لټه پر یوه کلینیک برید وکړ چې په نتیجه کې یې د کلینیک د ۲ کارکوونکو په ګډون ۴ تنه ووژل شول.