د ازبکستان د یوه پخواني ولسمشر لور له محبسه په امبولانس کې وړل شوې
دا خبره پرون پنجشنبه د کریمووا مدافع وکیل په یوه ټوېټ کې کړې ده.
د هغې مدافع وکیل لیکلي، د زندان مخته یې د خپلې موکلې انتظار کاوه چې امبولانس ښکاره شو.
دی وايي چې یوې باوري سرچینې ورته ویلي چې کریمووا په امبولانس کې وه.
کریمووا د سږ کال په مارچ میاشت کې په خپل کور کې د نظربندۍ د مقرراتو د سرغړونې په تور محبس ته ولېږل شوه.
دا په ۲۰۱۵ میلادي کال د اختلاس او باج اخیستو په تور په ۵ کاله بند محکومه شوه.