چارواکي: په غزني کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شول.
ده وویل: د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو تېر ماښام د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین سیمه کې د دښمن پر مرکزونو عملیات کړي چې په نتیجه کې یې په دې سیمه کې نښتې وشوې، ۸ تنه طالبان ووژل شول، بېلابېلې وسلې او یوه اندازه تجهیزات یې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ښاغلي نوری په خبره، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.