د کوسوو صدراعظم وایي چې له صربیا سره په مشروط ډول خبرو ته تیار دی
راموش هرادینای پرون د جولای په دوه ویشتمه د ازادې اروپا راډیو خبریال ته په مرکه کې وویل: موږ د خبرو مخالف نه یوو، په هره کچه چې وي، هر وخت چې وي، کوسوو به خپل حق ادا کوي.
د کوسوو په شمال کې چې یو ميلیون او اته سوه زره وګړي لري، یونیم لکه صربیان اوسېږي.
راموش هرادینای د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې د صدرات پر چوکۍ کار پېل کړ.
هغه تېره اوونۍ استعفا وکړه، ځکه هغه په هاګ کې د بشري حقونو یوې محکمې له نولس سوه اته نوي تر نولس سوه نهه نوي میلادي کاله په کوسوو کې د کورنۍ جګړې پرمهال په جنګي جنایتونو کې په لاس درلودلو مشکوک اعلان کړ.