چارواکي: په ترینکوټ کې یوه وسله وال یو قوماندان او یو سرتېری وژلي
د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې قوماندان نظر محمد ازادي راډيو ته وویل، د وسله والو طالبانو دغه نفوذي کس د محلي پولیسو په لیکو کې کم عمره هلک و چې نن سهار شااوخوا ۱۰ نیمې بجې یې په ترینکوټ ښار کې لومړی پر قوماندان او د ملي اردو پر سرتېري ډزې کړي او وژلي یې دي.
نظر دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې یو بل پولیس او یو ملکي کس
ټپیان شوي هم دي.
د ولایتي روغتون مسؤلینو بیا ازادي راډيو ته وویل چې د سیمې له ځایه ورته ۴ ټپیان وروړل شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.