تر ۱۶ کلنو کم عمره د فوټبال افغان لوبډله له ترکمنستان سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د فوټبال د کمکیو ځوانانو لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه د قرغزستان پر وړاندې يو د يو مساوي کړه.
نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې د تاجکستان په پامیر لوبغالي کې ترسره کېږي.
د مرکزي اسیا د ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالۍ (CAFA) د شپږو لوبډلو په ګډون تېره ورځ په تاجکستان کې پیل شوې.