په لیبیا کې د سرې میاشتې کارکوونکو د ۶۲ کډوالو مړي له اوبو را ایستي
د لیبیا د سرې میاشتې رئیس عبدالمونیم ابو صبیح وویل، د دوی د ادارې د ژغورنې ډلې د پنجشنبې له شپې تر پرون ناوخته دغه دوه شپیته جسده وموندل.
مرستندویو ټولنو پرون خبر ورکړی و چې د ماشومانو په ګډون یوسل او پنځوس کډوال د لیبیا سواحلو ته نږدې تری تم شوي دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش دا ډېره ناوړه پېښه بللې او په ټوېټر کې یې لیکلي دي چې هغه پناه غوښتونکي چې د ښه ژوند هڅې کوي، هغه ته باید له قانوني لارو ورسېږي