د روح الله نېکپا تر روزنې لاندې د تکواندو افغان لوبغاړو اتولي وګټله
د افغانستان د تکواندو د تنکیو ځوانانو ملي لوبغاړو د ۳۲ هېوادونو تر منځ په یو لړ سیالیو کې اتلولي وګټله.
د تکواندو فدراسیون سکرتر جنرال بېګا شپه له اردنه چېرته چې دا لوبې وشوې، ازادي راډیو ته وویل: خوشبختانه د تنکیو ځوانانو په برخه کې د درېیو طلا، درېیو سپینو زرو او دوو برنزو مډالونو په ګټلو سره افغانستان دا وار د الحسن کپ سیالیو اتلولي وګټله.
فرزاد منصوري، غلام مرتضی صالح او احسام رحیمي د افغانستان لپاره د طلا مډالونه ګټلي دي.
دا لوبې د ۳۲ اسیايي هېوادونو تر منځ د جمعې له ورځې تر یکشنبې روانې وې چې په پای کې افغانستان د ډېرو مډالونو او امتیازونو په ګټلو اتل شو.