د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر ورور ومړ
د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر میرنی ورور شهزاده بندر بن عبدالعزیز د ۹۶ کالو په عمر ومړ.
دی د عبدالعزیز د کورنۍ تر ټولو مشر کس و.
بندر بن عبدالعزیز په سیاست کې کومه ونډه نه درلوده او وختي پاچاهۍ ته له رسېدو پاتې شوی و.
د بندر زوی شهزاده فیصل دا خبره په ټوېټر کې تأیید کړې ده.
د بندر ګڼ زامن مهم دولتي موقفونه لري.
فیصل بن بندر د ریاض والي او عبدالله بن بندر هم د ملي ګارد مشري په غاړه لري.
د سعودي د اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دورې له پیل راهیسې د شاهي کورنۍ اکثر غړي له سیاسته محروم کړای شوي او ان د هغوی له ډلې ځیني بند ته هم اچول شوي و.