شمالي کوریا نن دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي توغوَلي
شمالي کوریا نن جمعه د لنډ واټن ویشتونکي دوه توغندي توغوَلي دي.
د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وايي، له یوې اوونۍ په کمه موده کې دا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د توغولو درییم مورد دی.
د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، دا توغندي د شمالي کوریا د مخکنیو توغندیو په څېر له ختیځ څخه د سمندر په لور توغول شوي دي.
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دې هېواد ځواکونه د شمالي کوریا له خوا د نورو توغندیو د ویشتلو په صورت کې د تیارسۍ په حال کې دی او وضعیت له نږدې څاري.
د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ هڅه کوي چې له شمالي کوریا سره د کوریا د ټاپووزمې د غیر اټمي کولو پر موضوع خبرې بېرته پیل کړي.
د پنجشنبې په ورځ د امنیت د شورا له غونډې وروسته چې د تړلو دروازو تر شا وشوه، بریتانیا، فرانسې او جرمني په یو ګډ بیان کې له شمالي کوریا وغوښتل چې له امریکا سره د کوریا د ټاپووزمې د غیر اټمي کولو خبرې پیل کړي.