شمالي وزیرستان کې د علي وزیر او محسن داوړ لپاره احتجاجونه وشو
د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره د شمالي وزیرستان په میرانشاه ، میرعلي او شاوخوا سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو ځايي فالانو له خوا لاریونونه او احتجاجونه شوي دي. هغوي د خړکمر تر هغه پېښه وروسته نیول شوي وو چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پاکستان پوځ د دوي بې ګناه غړي وژلي وو خو پوځ پر علي وزیر او محسن داوړ لومړی د برید تور پورې کوي. د مشال راډیو په دې ویډیو کې یې وګورئ