سعودي عربستان د ښځو د ازادۍ په تړاو نوي قوانین تصویب کړي
سعودي عربستان نوي قوانین تصویب کړل چې له محرمه پرته د ښځو د سفر یا تګ راتګ په شمول مېرمنو ته نورې ازادۍ تضمینوي.
دا اصلاحات د سعودي عربستان په رسمي جریده کې نن جمعه خپاره شوي.
د دغو اصلاحاتو پر اساس، بې محرمه له کوره د ښځو د وتلو لانجمنه پالېسي پای ته رسېږي.
دا نوي قوانین همداراز ښځو ته د واده، طلاق، د ماشوم د زېږوکړې د ثبت حق ورکوي.
ډېرو ښځو د دغو بدلونونو هرکلی کړی خو ځینې پرې انتقاد لري.