الکوزی: هېواد ته د پاکستان او ایران قاچاقي وارداتو ستونزې جوړې کړي
![الکوزی: هېواد ته د پاکستان او ایران قاچاقي وارداتو ستونزې جوړې کړي](https://gdb.rferl.org/D566D66B-85C5-4866-922A-0A579464913A_cx13_cy15_cw66_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هېواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزې جوړې کړي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو شتون، فساد او جګړه ده.
ده وویل: په دې کې هېڅ شک نشته چې ځيني اموال قاچاق کېږي، خو دا ستونزه یوازې د پاکستان او ایران له لوري ده او دا واقعیت دی، د افغانستان له لوري هم یو څه محصولات لکه قیمتي ډبرې، لرګي او کرومایت نورو ملکونو ته قاچاق کېږي.
ښاغلی الکوزی وایي، که د دې قاچاقو مخنیوی ونشي، د دولت عواید به ورسره راکم او په مارکېټ کې به ګڼې ستونزې رامنځته کړي.