ځایي چارواکي: په مصر کې چاودنې ۱۹ تنه وژلي او ۳۲ ټپیان دي
مصري چارواکي وايي چې د دغه هېواد د سرطان ملي انسټیټیوټ ته نږدې په چاودنه کې لږترلږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن دوشنبه وویل، یو موټر چې په یو طرفه سړک روان و، له ۳ نورو موټرونو سره ټکر شو او په نتیجه کې یې چاودنه وشوه.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دا پېښه قصدي وه او که تصادفي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د شپې په شااوخوا ۱۲ بجې وشوه.
د پېښې ځای د نیل سیند په غاړه دی چې تل پکې د موټرو ګڼه ګوڼه وي.
د دې پېښې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ډېر موټرونه لیدل کېږي چې اور پرې بل دی.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې دې چاودنې د مصر د سرطاني ناورغیو ملي انسټیټیوټ ته زیان اړولی دی.