مسکو: د ناټو یو جټ پر بالتیک سمندر د روسیې دفاع وزیر الوتکې ته نږدې شوې
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د ناټو یوه «اېف-18» جټ الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر هغه الوتکې ته چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو یې لېږدوه نږدې شوې، خو د روسيې «سو-27» (Su-27) جنګي الوتکو بېرته لیرې کېدو ته اړ کړې.
د ټاس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، د سرګي شوېګو الوتکه د روسیې د بالتیک سمندرګي د کالیننګراد څخه مسکو ته روانه وه چې د بالتیک سمندر دپاسه له دې پېښې سره مخ شوه.
په راپور کې د الوتکې بڼه نهده ښودل شوې، خو ویل شوي چې د پېښې پر مهال د روسیې د دفاع له وزیر شوېګو سره په دې الوتکه کې د ټاس خبري اژانس خبریال هم و.
د ناټو یو ویاند ازادي راډیو ته په اېمېل کې ویلي "یوه روسي الوتکه چې لږ تر لږه یو روسي جنګي جټیې ملتیا کوله د سې شنبې په ورځ وختي د بالتیک د سمندر د پاسه څارل شوې."
د ناټو ویاند زیاته کړې، د ناټو د تړون د هوايي څارنې د مأموریت جټ الوتکو هڅه وکړه چې د دې تړون هوايي حریم ته نږدې شوې الوتکه وپېژني او په وینا یې کله چې الوتکه وپېژندل شوه، د ناټو جټ الوتکې بېرته خپلې اډې ته ستنې شوې.
د ناټو تړون دې ویاند ویلي، دوی په دې اړه چې په الوتکه کې څوک سپاره وو، معلومات نهلري.