هانګ کانګ کې حکومت ضد مظاهرې له پولیسو سره په نښتې اوښتي
په داسې حال کې چې په هانګ کانګ کې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي، د هانګ کانګ په نړیوال هوايي ډګر کې اعتراض کوونکو له بلوا ضد پولیسو سره نښتې کړي او د ودانۍ دننه او بهر د ګډوډۍ ډکې صحنې رامنځته شوې دي.
چارواکو د سې شنبې په ورځ د پرلهپسې دوهمې ورځې لپاره دې هوايي ډګر ته چې د نړۍ یو له ډېرو بوختو هوايي ډګرونو څخه دی الوتنې لغوه کړې.
د اسیا دې مهم اقتصادي مرکز ته د الوتنو لغوه کول د هغو ويرې سره په یو وخت کې دي چې ښايي پيکېنګ دغلته د مظاهرو د ارامولو لپاره چینايي پوځیان واستوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر ویلي "زموږ استخباراتو موږ خبر کړي یوو چې د چین حکومت هانګ کانګ سره پولې ته ځواکونه استوي. ټول باید ارام او خوندي واوسي!"
د نړیوالو رسنیو تصویرونه د هانګ کانګ په هوايي ډګر کې دننه او بهر د بلواګانو او د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ د فزیکي شخړو صحنې ښيي.
په داسې حال کې چې دغلته وروستۍ مظاهرې ۱۰مې اوونۍ ته غځېدلي، د هانګ کانګ مشرې کاري لام خبرداری ورکړی چې چینايي خاوره یو "خطرناک وضعیت" ته رسېدلې ده.
اعتراضونه د هغې لایحې وروسته راپورته شول چې اجازه ورکوي، مشکوک کسان په چین کې محاکمه شي چې منتقدان، دا د مشکوکو مجرمانو حقونو باندې جوړجاړی بولي.
د هانګ کانګ مشرې لام تر اوسه ډموکراسي پلویو اعتراض کوونکو ته د هر ډول امتیاز ورکول رد کړي دي.
هانګ کانګ چې پخوا د بریتانیا مستعمره وه، په ۱۹۹۷ م کال کې د کورواکۍ او ازادیو په تضمین چین ته وسپارل شو.