ځایي مسؤلین: په کندز کې طالبان له خلکو د برښنا د لګښت پیسې ټولوي
په کندز کې د برښنا ریاست چارواکي وايي چې وسله وال طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې له خلکو د برښنا د لګښت پیسې ټولوي.
د کندز د برښنا حوزې ریاست تجارتي مرستیال جاوېد خواجه سنایي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زموږ ۱۴ زره مشتریان د طالبانو تر واک لاندې دي او دغه شمېر د زیاتوالي په حال کې دی او هلته نوي ميترونه هم وېشل کېږي او خپله طالبان د برښنا د لګښت پیسې ټولوي او موږ ته یې نه راکوي.
په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي بیا وايي چې سیمه ییزه اداره هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوي چې له عامو خلکو او دغه راز له دولتي او غیر دولتي ادارو څخه باج واخلي.
خو له دې وړاندې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي ویلې وو چې له خلکو د برښنا د لګښټ پيسې ټولوي، ځکه په خپلو سیمو کې د برښنا د پايو ساتنه هم کوي.
کندز ته له تېرو ۱۸ کلونو را په دېخوا له تاجکستان وارداتي برښنا غځېدلې او بیا له دې ولایته تخار، بغلان او کابل ته هم برښنا غځول شوې ده.