د سوریې ځواکونه د یاغیانو تر کنټرول لاندې ښار خان شیخون ته ننوتي
د مسکو په ملاتړ د سوریې حکومتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ ناوخته د یاغیانو تر کنټرول لاندې ښار خان شیخون ته ننوتل.
دا د سوریې په جنوب کې د ادلیب ولایت یو ښارګوټی دی.
د سوریې په جګړو کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې دغه ځواکونه تر سختو هوایي او ځمکنيو بریدونو وروسته داسې مهال د خان شیخون له شمال او ختیځ لوري ورغلل چې یاغیان له سیمې وتلي وو.
دغه ښارګوټی د حلب او دمشق ترمنځ هغه لاره کې پروت دی چې له حمص څخه تېرېږي.
په سوریې کې د بشري حقونو د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمن وایي، دا د سوریې د حکومتي ځواکونو لپاره یوه عمده بریا ده.