مېرکل په بالتیک کې د دېرش کاله مخکې اعتراض کوونکو درناوی وکړ
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون هغو سلګونه زره خلکو ته درناوی څرګند کړ چې دېرش کال مخکې یې د بالتیک په درېیو هېوادونو کې یې د پخواني شوروي اتحاد پرضد اعتراض کړی و.
د ۱۹۸۹ کال د اګست په ۲۳ مه د بالتیک په درېیو هېوادونو لاتویا، لیتوانیا او استونیا کې له یو میلیون زیات خلک د ۶۷۵ کیلومتره په اوږدوالي یوه لیکه کې د یوه انساناني ځنځیر په څېر ودرېدل او د اعتراض غږ یې اوچت کړ.
درې واړه هېوادونه هغه مهال د پخواني شوروي له جمهوریتونو وو.
مېرمن مېرکل په یوه ویډیويي پیغام کې چې د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې په پرونیو ځانګړو مراسمو کې خپور شو، دا اعتراض چې د بالتیک د لارې یا د بالتیک د ځنځیر په نوم یادېږي، په شمالي، منځنۍ او ختیځه اروپا کې د ازادۍ او ډموکراسۍ په لاره کې یو مهم عاطفي ګام وباله.
د لاتویا ولسمشر ایګیلس لیویتس په خپله وینا کې وویل چې دا سوله ییزه مظاهره اروپا ته د ده د هېواد د بیا ستنېدو لاره وه.