ملګرو ملتونو د امازون د ځنګلونو د ساتنې غوښتنه کړې
په داسې حال کې چې په امازون ځنګلونو کې اور لاهم دوام لري، ملګرو ملتونو د دې ځنګلونو د ساتنې غوښتنه کړې او د فرانسې ولسمشر ویلي چې دا موضوع دې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو د راروانې سرمشریزې په اجنډا کې شامله شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون پنجشنبه وویل چې د دې اور د لګېدو له کبله سخت خواشینی دی.
هغه پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي، د نړیوال اقلیمي بحران په اوج کې د ځمکې د اکسجن د مهمې سرچینې او د طبیعي تنوع زیانمنېدل نشو زغملی.
هغه زیاتوي چې امازون باید خوندي شي.
ولسمشر ایمانوئل مکرون هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکي دي چې د امازون اور یو نړیوال بحران دی.
مکرون زیاتوي، امازون یا هغه سږي (ششونه) چې د ځمکې د اړتیا وړ په سلو کې شل اکسجن تولیدوي، د سوځېدو په حال کې دي.
د اوړي په موسم کې په امازون ځنګلونو کې اور طبیعي پېښه ده، خو د چاپېریال شنونکي د سږني پراخ اور پړه پر هغو کروندګرو اچوي چې د ورشوګانو د پراخولو لپاره ځنګلونه سوځوي.
امازون د جنوبي امریکا په مرطوبو برخو کې پرته پراخه ځنګلي سیمه ده چې د برازیل په ګډون په څو هېوادونو کې غځېدلې ده.