طالب زوی خپل دولتپلوه پلار وواژه
د جوزجان ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې قوماندان، تېره شپه له خپل طالب زوی سره د اوږدې جګړې په پای کې ووژل شو.
د فیضاباد ولسوال انجنیر الفشاه ازادي راډیو ته وویل، ۶۰ کلن باز محمد د پوځ پخوانی ډګروال او د کوکلداش سیمې د امنیتي قرارګاه قوماندان او فریدون زوی یې وسلهوال طالب و چې د شبرغان-مزار شریف د لارې په اوږدو کې یې فعالیت کاوه.
د دې پلار او زوی دښمني د افغانستان د جګړې رښتینی روایت دی. په دې اړه په یوه راپور کې چې تېره ورځ له ازادي راډیو خپور شو، باز محمد وسلهوال مخالفین سولې ته هڅول.
ښاغلي باز محمد ازادي راډیو ته ویلي و: "د هرې جګړې پای سوله ده. موږ د ناپوهۍ له کبله دا مصیبت پر ځان راوستی. که پوه شو، په هېواد کې له سولې پرته بله لاره نهشته او په نورو هېوادونو کې هم له جګړو وروسته بالاخره سوله شوې."
د فیضاباد ولسوال وویل ډګروال باز محمد او ۱۱ سرتېري یې چې د تېرې شپې په نښته کې ووژل شول، نن خاورو ته وسپارل شول.