ترکمنستان کې هغه کسان نیول کېږي چې د پیسو ماشینونو ته په نوبت درېږي
د ترکمنستان په ختیځ کې پولیسو د هغو کسانو په نیولو پیل کړی چې د نقدو پیسو د قحطۍ له امله د پیسو د ماشینونو [ATM] په وړاندې نوبت ته درېږي.
د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې وايي چې نیول شویو کسانو ته ویل شوي چې د «اې ټي اېم» ماشینونو ته دې په کتارونو که نهدرېږي او بېرته خوشې شوي دي.
په ختیځ ترکمنستان کې دولتي شرکتونو او نورو ادارو هم خپلو مأمورینو ته سپارښتنه کړې چې د پیسو ایستلو لپاره دې بانکي ماشینونو ته نوبت نهنیسي.
د ترکمنستان ولسمشر، قربانقلي بردي محمدوف د اګسټ په ۱۹مه نېټه، پر خپلو خلکو انتقاد وکړ چې د «اې ټي اېم» ماشینونو مخې تهیې لینونه جوړ کړي وي او د خپل هېواد د مرکزي بانک مشر یې رټلی چې د داسې ماشینونو پر استعمال سم کنټرول نهلري.
په ترکمنستان کې معاشونه، د تقاعد پیسې او د زدهکوونکو تنخوا یوازې د بانکي کارت له لارې ترلاسه کېږي.
د ترکمنستان خلک اجازه لري چې تر ۲۰۰ منت پورې چې ۵۷ ډالره کېږي په ورځ کې له خپلو کارتونو وباسي. خلک د ډېرو پیسو ایستلو لپاره حتی د شپې د ماشینونو مخې ته په لینونو کې درېږي.