د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو
د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي، د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن محمد سرور حسینخېل د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د چارواکو په خبره، چاودنه تېره شپه شااوخوا ۱۰:۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
د پکتیا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل، په دغې چاودنه کې د امنیه قومندان ترڅنګ د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.