په خیبر پښتونخوا کې وسله والو ۴ پاکستاني پوځیان وژلي
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د وسله والو په بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چې وسله والو افغان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په دوو قبایلي سیمو کې پر پاکستانیو پوځیانو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR د شنبې په ورځ په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي: د خیبر پښتونخوا په دیر سیمه کې افغان پولې ته څېرمه ۳ پاکستاني پوځیان هغه مهال د وسله والو ترهګرو په برید کې ووژل شول چې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار پر غځولو بوخت وو، د وسله والو په دغه برید کې یو پوځي ټپي شوی هم دی.
دغه خبرپاڼه همداشان لیکي چې یو بل سرتېری یې د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان قبایلي سیمې په سپین وام کې د ګزمې پر مهال د ترهګرو په برید کې وژل شوی دی.
پوځ ادعا کوي چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې یې ۲ بریدګر هم وژلي دي.
د یادونې وړ ده چې که څه هم پاکستان ادعا کوي چې په قبایلي سیمو کې یې پر پوځیانو بریدونه له افغان خاورې کېږي، خو افغان دولت بیا د پاکستان دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې خپله خاوره د چا پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.