کابل او د افغانستان ۱۱ نورو ولایتونو ته وارداتي برښنا پرې شوه
د افغانستان برښنا شرکت تایید کړې چې د دولت وسله والو مخالفینو د پلازمېنې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو برېښنا پرې کړې ده. تراوسه چا د برښنا د ستنو الوزولو مسوولیت نه دی منلی، خو د بغلان چارواکي یې پړه پر طالبانو اچوي.