په هلمند کې نیول شوې روسۍ او ایرانۍ وسلې خبریالانو ته وښودل شوې
په هلمند کې یو شمېر روسۍ او ایرانۍ وسلې خبریالانو ته وښودل شوې چې چارواکي وايي، له وسله والو طالبانو څخه یې نیولي دي.
د هلمند د ملي امنیت چارواکو پرون شنبه وویل چې د دوی ځواکونو د شپې د دوربینونو په شمول ۱۰۰ ډوله وسایل او ګڼې وسلې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه نیولي دي.
دوی همداراز وویل چې د وسلو ترڅنګ یې یو شمېر وسله وال مخالفان هم نیولي دي.