د غزني والي: په غزني کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي
چارواکي خبر ورکوي چې د غزني په ولایت کې یې په پوځي او هوايي عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر له منځه وړي او ۲۴ تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یو مفتي عصت په ګډون ۲۴ تنه وسله وال وژلي دي.
والي زیاته کړه: د هوايي ځواکونو په بریدونو کې په ده یک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک هاموی ټانک او ترڅنګ یې په اندړو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک رېنجر موټر له منځه وړل شوي دي.
د هغه په خبره، دغو پوځي عملیاتو او هوايي بریدونو ته به دوام ورکړي.
بل لوري ته بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني د والي دغه ادعا بې بنسټه بولي.