مسؤلین: په هلمند کې د نباتي افتونو د مخنیوي یو مرکز جوړېږي
د هلمند ولایت مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د نباتي افتونو د مخنیوي د تشخیص او وقایې د لابراتوار مرکز جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د برنامو مسؤل رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت بزګران د نباتي ناروغیو له ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وینا، دغه مرکز به په نوي او عصري وسایلو سمبال شي چې په فعالیت سره به یې د دغه ولایت د بزګرانو ستونزې راکمې شي او د کرنیزو محصولاتو له ډېر والي سره به مرسته وکړي.