"د بلخ شورتېپه کې طالبانو ۱۱ پولیس وژلي او ۱۳ نور یې له ځانه سره وړي"
د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد ویلي، تېره شپه شاوخوا ۴۰۰ طالبانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، په شورتېپه ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده.
هغه وویل چې په جګړه کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي خو په دې اړه یې نور جزییات وړاندې نه کړل.
طالبانو په حمله کې ۱۱ پولیس وژلي دي.
د طالبانو یو ویاند د شورتېپې د نیولو ادعا وکړه خو ښاغلي فرهاد دا ادعا رده کړه او ویې ویل چې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري روان شوي دي.
بلخوا د بلخ د ولایتي شورا رئیس محمد افضل حدید ویلي، که اضافي سرتېري ولسوالۍ ته لاړ نه شي ښايي ددولتي ځواکونو تلفات لوړ شي.
د شورتېپې ولسوال کریم خان ویلي چې طالبانو ۱۳ پولیس له ځان سره وړي او له سیمې تر وتلو وروسته یې ولسوالۍ ته اور اچولی.