امریکايي چارواکو لخوا د روسیې د پارلمان له غړې پر پوښتنو د مسکو نیوکه
روسیې د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې پر هغه اقدام سخت انتقاد کړی چې د نیویارک په هوایې ډګر کې یې د روسیې له یوې قانون جوړونکې څخه پوښتنې کړې دي.
د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) خبریالانو ته وویل چې مسکو د دې کار له کبله ډیر اندیښمن دی.
اینګا یوماشیوا یوه ورځ وړاندې نیویارک ته له رسېدو سره د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې له خوا د یوه ساعت لپاره ودرول شوه او پوښتنې ترې وشوې.
ښاغلي پسکوف وویل: "دا ناراحته کوونکی کار دی او پرته له شکه موږ په دې اړه جدي اندېښمن یو. موږ باور لرو چې د روسیې د یوې استازې پروړاندې دا ډول اقدامات د منلو وړ نه دي."
د روسیې د دوما (پارلمان) مشر وایچسلاو وولادین هم د اکتوبر په ۷مه د امریکا دا اقدام پاروونکی وباله او ویې ویل تمه ده یوماشیوا د اکتوبر په ۸مه بېرته هېواد ته وګرځي.
د روسي چارواکو په خبره یوماشیوا چې د امریکا د کانګرس او د روسیې پارلمان د استازو جرګې د اړیکو د همغږۍ مسووله ده، د امریکا ویزه درلوده او په کالیفورنیا کې په یوې غونډې کې د ګډون لپاره متحده ایالتونو ته تللې ده.