د فراه پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا ۷ تښتول شوي ملکیان خوشې شوي
د افغانستان په لویدیځ کې د فراه امنیتي چارواکي وایي، په پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې ۷ تښتول شوي ولسي وګړي خوشې شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه کسان تېره شپه د دولتي ګډو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شول.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب آزادي راډیو ته وویل، خلکو هم ددوی په خوشې کېدو کې همکاري کړې ده.
طالبانو د میزان په ۶مه دغه کسان له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي وو.
امنیتي چارواکي وایي، تښتول شوي کسان د طالبانو لخوا ځورول شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی.
طالبانو تر اوسره په دې اړه څه ندي ویلي.