چارواکي: د ننګرهار په پچيراګام کې د داعش ٦ وسله وال وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې ٦ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال تېره شپه په سليمانخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي.
دی وایي: د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې هوايي بريد کړى چې په نتيجه کې يې د داعش ٦ وسله وال وژل شوي دي.
ښاغلي خوګياڼي ويلي چې په دې حمله کې د داعش ډلې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، په بله ولسوالۍ غني خېلو کې پنځه ماينونه چې د وسله والو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو، د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړاى شوي دي.