سوات کې استادان د نوې سرکاري تګلارې خلاف راوتي
په سوات کې د اکتوبر پر اتمه نېټه د خېبر پښتونخوا پرایمري سکولونو استادانو اتحاديې (ايپټا) د نويو حکومتي پاليسو خلاف احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل چې د تعليم څانګې لخوا په صوبه کي د استادانو د تبادلو او د ماشومانو د جاج اخیستو مجوزه پالیسي نه مني. له سواته د نیاز احمد خان ویډيو راپور