یونیسف: افغانستان کي ۶۰۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ رنځېږي
ددغې ادارې د سوء تغذیې د برخې متخصصې ذکیه معروف نن (میزان ۲۴مه) له آزادي راډیو ته وویل، دا ماشومان تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.
اغلې معروف وویل، "په افغانستان کې هرکال دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي. په دې کې د ۶۰۰ زرو ماشومانو وضعیت ډیر خراب دی."
نن د اکتوبر ۱۶ په نړۍ کې د خوړو نړیواله ورځ نماځل کیږي.