ارمنستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څوارلسم غړی وټاکل شو
په دې شورا کې د ١٩٣ هېوادونو له جملې ١٤٤ يې د ارمنستان په پلوۍ رأيه ورکړه.
پرون ارمنستان او پولنډ هغه دوه هېوادونه وو چې په سري ډول د اړتيا وړ رأيې يې واخيستې، څو د ختيځې اروپا په شورا کې دوه نوې څوکۍ وګټي، خو مالدووا ونه توانېده دغه هدف ته ورسېږي.
د ختيځې اروپا د سيمې شورا ٤٧ څوکۍ لري.
د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "دا اقدام ښيي چې نړيواله ټولنه څومره زموږ پر هېواد باور کوي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې."
اندونيزيا، جاپان، مارشال ټاپوګان او جنوبي کوريا د اسيا پاسفيک په حوزه کې څلور څوکۍ خپلې کړې دي، خو عراق د څوکۍ په ګټلو کې پاتې راغلى دى.