په اروپایي ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د غړیتوب بحث ګونګ دی
فرانسه او دوه نور هېوادونه وايي، د بالکان د لوېدیځ هېوادونه لا په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لازم چمتووالی نه لري.
د فنلنډ صدراعظم انټي رینې نن سهار وویل، پایلې ته نه یوو رسېدلي او هيله مند یوو چې پر يوه توافق د سلا کېدو امکان وي.
د اروپايي ټولنې د مشرانو د خبرو د دوهمې او وروستۍ ورځې په درشل کې په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا پر غړیتوب بحثونه لا هم ګونګ ښکاري.