"ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه غوښتي و چې د جو بایډن په اړه څېړنه وکړي"
![](https://gdb.rferl.org/1953594B-88CB-40C6-A760-E0CFA5DEDAEE_w800_h450.jpg)
په اوکراین کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه غوښتي و چې مخکې تر دې چې له ده سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري، د ګازو د هغې کمپنۍ په اړه دې تحقیقات وکړي چې د ده له سیاسي مخالف سره ارتباط لري.
امریکایي ډیپلومات ویلیم ټیلر دا خبرې پرون د کانګرس د یوه درې کسیزې ډلې مخې ته وکړې.
ډیموکراتان غواړي چې ولسمشر ټرمپ له کییف سره د مشروطې معاملې له امله استیضاح کړي.
ښاغلي ټرمپ د جولای په پنځه ویشتمه د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره په ټیلفون خبرې کړې وې او له هغه څخه یې غوښتې و چې په اوکراین کې د جوبایډن او د هغه د زوی د شتمنیو په اړه معلومات ورکړي.
دا هغه وخت و چې ولسمشر ټرمپ له کییف سره د نژدې څلور سوه میلیونه ډالرو پوځي مرسته درولې وه.
جوبایډن د ډیموکراتانو مخکښ کاندید دی او د دوه زره شلم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ مهم سیال ګڼل کیږي.