چارواکي: په پکتیکا کې د حقاني شبکې ۴ غړي وژل شوي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې تېره ورځ مازیګر مهال د مرکز اړوند په ګاروو سیمه کې هوایي برید شوی چې په پایله کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان د حقاني شبکې اړوند دي چې له وژل شویو کسانو له جملې یې د دوو تنو جسدونه هم د دوی لاسته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.