پوځي چارواکي ارزګان او زابل کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي ازادي راديو ته وويل، د افغانستان ګډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسي د زابل په نوبهار، شينکۍ او د ارزګان په ګېزاب ولسواليو کې د وسله والو پر پټنځايونو او مرکزونو ځمکني او هوائي بريدونه کړي دي.
د علوي په خبره په زابل کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.
د هغه په خبره د ارزګان په ګېزاب کې هم ۱۱ مخالفين له منځه وړل شوي دي.
د دولت مخالفانو تراوسه د فاتح عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.