د امریکا کانګرس د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنیانو وژنه، نسل وژنه یاده کړې
جرګې دا مسله په یوه مصوبې کې مطرح کړې ده.
د استازیو جرګې دا غیر الزامي لایحه پرون په ۴۰۵ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو تصویب شوه.
د امریکا د استازیو جرګې دې کار د ترکیې غوصه پارولې ده.
انقرې ګواښ کړی چې د امریکا د استازیو جرګې دا کار د امریکا او ترکیې اړیکې زیانمنولی شي.
د رپوټونو په اساس عثماني امپراتورۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې یو نیم میلیون ارمنیان تر خپل واک لاندې سیمو کې وژلي او ایستلي دي.
ډېرو تاریخ پوهانو دا پېښه نسل وژنه بللې ده.
خو ترکیه ادعا کوي چې ګڼ دا خلک په کورنۍ جګړه کې وژل شوي او د وژل شویو شمېر تر هغه څه چې ادعا یې کیږي څو چنده کم دی.