"زرگونه کرد جنګیالي د سوریې له شمال ختیځې سیمې وتلي"
ښاغلي شويګو وويل، د کرد جنګيالي تر وتلو وروسته د روسيې او سوريې پوځيان سرحدي سیمې ته تللي دي.
شويګو وويل، د کرد جنګياليو وتل پرون تر ورکړل شوي مهلت مخکې بشپړ شوی دی.
بلخوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې اړه پرون سې شنبه په انقره کې وويل، "زموږ د معلوماتو له مخې، روسيې زموږ چارواکو ته دا پيغام ورکړى چې سيمې له تروريستي ډلو کاملاً تصفيه شوي دي."
ترکيه د کردانو په رهبرۍ د خلکو د خونديتوب قطعې (وای پي جي) تروريستي ډله ګڼي.
د روسيې د يوه لوړپوړي پوځي چارواکي يوري بورينکوف چې کار يې پر سوريې متمرکز دى ویلي چې د کرد جنګیالیو ۳۴ زره غړي له خپلو وسلو او مهماتو سره يوځاى له ضرب الاجل سره سم، له ”خوندي ساحې“ وتلي دي.
ښاغلي بورينکوف دغه راز ويلي، د سوريې د ولسمشر بشار اسد ځواکونو د سوريې او ترکيې پر پوله ۸۴ پوستې جوړې کړي دي.
ترکيې او روسيې تېره اوونۍ کرد جنګیالیو ته ١٥٠ ساعته وخت ورکړ چې د ترکيې له سرحدي سيمو ووځي.