د سولې ولسي حرکت د پاکستان راکټي بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه
ددغه ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، "د سولې ولسي حرکت ټول غړي خواشيني دي چې يو ځل بيا د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره بريدونه شوي دي. پر حکومت او طالبانو مو غږ دى چې په ګډه د پاکستان له لوري د دغسې بريدونو مخه ونيسي."
د روانۍ اونۍ په پیل کې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان سرحدي سرتېرو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شول. د کونړ سیمه ییزو چارواکو په خبره، پاکستاني پوځیانو غوښتل د ډیورنډ له کرښې اوښتې د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړي.
له دې سره هم مهاله پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو خبره کېږي چې د چارواکو په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون یې درې عام وګړي وژلي او پنځه نور ټپيان کړي دي.
د افغانستان حکومت پر کونړ د پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه غندلي دي.
د افغانستان د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل، "د افغانستان حکومت ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې سیمو د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه د بین المللي قوانینو ښکاره نقض بولي او هغه په شدت محکوموي."
کابل له اسلام اباد څخه د دغه ډول اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان دولتي راډیو د پاکستاني چارواکو په حواله د افغانستان دولتي ځواکونه تورن کړي چې پر پاکستان هاوانونه توغوي او د درنو وسلو ډزې کوي.
په راپور کې ویل شوي چې د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ په دې ډزو کې تردې مهاله شپږ پاکستاني سرتېري او پنځه عام کسان ټپیان شوي.