ننګرهار کې هوايي بریدونو نهو طالبانو او داعش اورپکو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار د والي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، دغه مخالفین د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې تېره ورځ پنځه داعش اورپکي وژل شوي او څلور طالبان ټپیان شوي دي.
تراوسه دغو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار د والي دفتر ویلي په دغو هوايي بریدونو کې یو ملکي وګړی چې د لوګر اوسېدونکی دی هم وژل شوی دی.