چارواکي: په پکتیا کې د طالبانو په یوه برید کې ۲ پولیس وژل شوي
د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اړوند مچلغو بند د عامه نظم سرتېرو پر پوستو برید کړی.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن د جمعې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې دوه د عامه نظم پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ذیبح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په دې برید کې د پوستې د نیولو او د ۵ پولیسو د وژلو ادعا کوي.